أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ
آیا نه دی پوهه (په هغه وخت) کله چه راپورته به کړی شی هغه څوک چه په قبرونو کښی دی -
په دی کښی تخویف اخروی دی اودا علاج هم دی دپاره د زائل کولودحب ددنیا (مَا فِي الصُّدُورِ) هغه چه سینو کښی دی یعنی خیراوشر، ارادی او نیتونه دا دلیل دی چه په اراده او نیت باندی حساب کیدی شی لکه په سورة بقره (۲۸۴) کښی دی اوپه دی کښی وسوسه داخله نه ده ځکه چه هغه اختیاری نه ده اوپه دی کښی اشاره ده چه د اللّه تعالٰی نه هیڅ عمل نشی پټیدلی روستو جمله په دی باندی دلیل دی او اعمال د جوارحو ئی ذکرنه کړل ځکه چه هغه تابع دی د اعمالو دقلوبو چه اراده او نیت دی -