اَلزِّلْزَال ۶

يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ

په دغه ورځ به را اوځی خلق (دقبرونونه) مختلفی ډلی دی، دی دپاره چه اخودلی شی دوی ته عملونه ددوی -

دا څلورم حال دی يَوْمَئِذٍ نه مراد ورځ دقیامت ده (يَصْدُرُ النَّاسُ) یعنی ټول خلق به موقف د حساب نه راغلی وی نودهغی نه به جنت یا جهنم ته روان شی (لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ) مراد ددی نه نفس عملونه دی یا جزاء د عملونو ده یا کتابونه د اعمالو ددوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل