يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا
په دغه ورځ بیانوی به خبرونه خپل -
په دی کښی دریم حال ذکرکوی او مراد د يَوْمَئِذٍ نه ورځ دقیامت ده اوپه حدیث د ترمذی کښی وارد دی چه مراد ددی نه شهادت ورکول د ځمکی دی په هغه عملونو باندی چه انسان ددی په شاباندی کړی دی (بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا) یعنی اللّه تعالٰی به دا ځمکه گویا کړی لکه په حم سجده (۲۱) کښی دی یا مراد د ایحاء نه امرکول دی -