اَلْبَیِّنَة ۲

رَسُولٌ مِنَ اللَّهِ يَتْلُو صُحُفًا مُطَهَّرَةً

رسول د طرف د اللّه تعالٰی نه لولی صحیفی پاکی -

دا تفسیر دبینه دی (يَتْلُوا) معلومه شوه چه افضل عبادت د قرآن لوستل او بیانول دی - (صُحُفًا) یعنی هغه وحی چه په صحیفو کښی ده او نبی ﷺ به هغه په یادو باندی لوستلو او مراد ددی نه صحف د ملائکو دی لکه په سورة عبس (۱۴،۱۳) کښی تیرشوی دی (مُطَهَّرَةً) پاکی دی د مضمون د شرک او کفر اونامناسبو خبرونه او د غلطئ نه (فِيهَا كُتُبٌ) مراد ددی نه احکام الٰهیه دی (قَيِّمَةٌ) په معنیٰ د مستقیمة سره دی یا مراد دکتب نه سورتونه دی ځکه چه هر سورة د قرآن په منزله د کتاب دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل