كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ ۩ ࣛ
هیچ چیری داسی نه ده په کار مه کوه طاعت دهغه او سجده کوه او ځان نزدی کړه اللّه تعالٰی ته -
(وَاسْجُدْ) په وخت دسخت مخالفت د منکرینو کښی اللّه تعالٰی ته خاص توجه کول ضروری دی او هغه په سجده کولو سره دی دلته هم امر دپاره د ثبات او دوام دی او مراد ددی نه صرف سجده کول دی ددی وجی نه دلته سجده تلاوت کول ضروری دی یا ذکردسجدی او مراد ترینه مونځ دی (وَاقْتَرِبْ) دا مقصد سجود دی ځکه چه حدیث صحیح کښی وارد دی چه اقرب وخت رب تعالٰی ته وخت د سجدی کولو دی او مراد دادی چه اللّه تعالٰی ته تقرب حاصل کړه په قرآن بیانولو سره او سجده کولو سره -