اَلْعَلَق ۱۷

فَلْيَدْعُ نَادِيَهُ

نو آواز دی اوکړی خپل مجلس والوته -

دا هم په تخویف کښی داخل دی یعنی که چیری مکذب دعویٰ کوی چه ځما تابعدار ملگری او مجلس والا شته دی چه هغوی ورسره ډله بازی او مدد کوی نو اشاره کوی چه دی هم را اوبلی لیکن هیڅ فائده نشی ورکولی (نَادِيَهُ) نادی مجلس د اجتماع ته وئیلی شی خوپه دی شرط چه اهل مجلس په کښی موجود وی (الزَّبَانِيَةَ) د زبن نه دی او زبن دفع کول دی په سختئ سره نو دا هغه ملائک دی چه کافرانو لره به دیکی ورکوی اوپه زور سره به ئی جهنم ته داخلوی لکه په سورة طور (۱۳) کښی تیرشوی دی اوددی ملائکو صفات په سورة تحریم (۶) کښی ذکرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل