كَلَّا لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ لَنَسْفَعًا بِالنَّاصِيَةِ
هیچ چیری داسی نه ده په کار که چیری دی منع نه شو خامخا اوبه نیسو مونږ (دده) ټیکلی د سر -
په دی کښی تخویف اخروی دی مکذب لره (بِالنَّاصِيَةِ) د سرمخکنی ویخته چه په تندی باندی اویزان کړی وی او هغی ته ټیکلی وئیلی کیږی اودا د هغه کسانو په سرکښی وی چه ویخته ئی د سنت د نبی ﷺ نه په خلاف طریقی سره ساتلی وی اودا طریقه په انگریزی ویختو دسرکښی وی او اکثر د حق د مخالفینو سرمایه دارو ویخته هم دغسی وی (كَاذِبَةٍ) په اعتبار د اقوالوسره او (خَاطِئَةٍ) په اعتبار د افعالوسره -