اَلْعَلَق ۹

أَرَأَيْتَ الَّذِي يَنْهَى

آیا ته وینی هغه کس چه منع کول کوی -

دا دمکذب نور صفات قبیحه ذکرکوی (عَبْدًا) مراد ددی نه نبی ﷺ دی ځکه چه ابوجهل هغه لره د مونځ کولو نه منع کوؤ نکره دپاره د تعظیم ده یعنی لوی شان والا بنده یا تنکیر دپاره تعمیم دی یعنی هرڅوک چه هرچالره د مونځ او اطاعت نه منع کوی نو هغوی ته شامل دی (إِذَا صَلَّى) صلاة نه مونځ مراد دی لیکن لوی رکن په هغی کښی قرآن لوستل دی چه دمشرکینو اصل مخالفت دقرآن سره وؤ دهغی نه به ئی منع کوله اوس جاهلان خلق مؤحدینو لره دمونځ کولو نه په خپلو مساجدو کښی اودقرآن وئیلو نه منع کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل