فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ
نو کله چه اوزگار (فارغ) ئی نو ځان ستړی کړه -
روستو د ذکر دانعاماتو نه ترغیب دی د هغی شکرکولو ته او دهغه شکردوه طریقی ئی ذکرکړی دی اوله طریقه (فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ) په دی جمله کښی مفسرینو ډیر اقوال ذکرکړی دی - غوره قول دادی هرکله چه فارغ شی ددنیا د ضروری کارونو نه نوځان ستړی کړه ددین په کارکښی چه عبادت او دعوت کول دی -