مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَى
نه دی پریخودلی تالره رب ستا او نه ئی دُشمنی کړی ده -
دا جواب دقسم دی اوپه دی کښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (وَدَّعَكَ) تودیع رخصت ورکول او پریخودل دی چه مستلزم وی جدایئی لره که ددوست سره وی اوکه د دشمن سره وی (وَمَا قَلَى) دا خاص دی په دشمن پوری یعنی په هیڅ پریخودلو سره ئی نه دی پریخی نه داسی لکه چه دوست د دوست نه جدا کیږی اونه داسی لکه دُشمن چه دُشمن پریږدی -
فائده: دا د هرداعی حق دپاره تسلی ده یعنی کله به غلبه وی په دشمن اوکله به کمزوری وی، کله به بیماری وی اوکله به روغتیاوی، کله به مصیبت، تکلیف او فقیری وی اوکله راحت خوشحالی مالداری وی دا حالات بدلیدل دلیل د بدبختئ نه دی -