وَمَا لِأَحَدٍ عِنْدَهُ مِنْ نِعْمَةٍ تُجْزَى
او نیشته هیچ چا لره دهغه سره څه احسان چه بدله ئی ورکړی -
په دی کښی نور دری اوصاف ذکرکوی (وَمَا لِأَحَدٍ عِنْدَهُ) یعنی بعضی خلق چه تصدق په چا باندی ددی وجی نه کوی چه هغه ورسره مخکښی احسان کړی وی نو دهغه بدل خلاصوی لکه چه په دی دور کښی اکثردعوتونه د طعام په بدل بِنا دی (استغفراللّه) نودغه اتْقٰی ددی وصف نه بچ دی بلکه بی بدله تصدق کوی (إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلَى) او وجه په خپله معنیٰ باندی دی بغیر دتشبیه او تمثیل نه او دارنگ په بندگانو کښی په عرف کښی وئیلی شی چه دا کار ماد فلانی په مخ باندی اوکړو دهغه لحاظ می اوکړو یادلته مضاف محذوف دی یعنی رویة وجه ددیدار د مخ دطلب کولو دپاره (وَلَسَوْفَ يَرْضَى) دا اجمالی بشارت دی دنیوی او اخروی بی شماره نعمتونو ته شامل دی -