اَلَّیْل ۱۴

فَأَنْذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظَّى

نو ویره درکوؤم تاسوته د اور نه چه لمبی وهی -

دا تخویف دی دوهم فریق لره (إِلَّا الْأَشْقَى) اسم تفصیل دلالت کوی چه مراد ددی نه کافر اومشرک دی او ددی نه لاندی بیا شقی دی چه هغه مؤمن گنهگار دی (كَذَّبَ وَتَوَلَّى) تکذیب په زړه سره دی او تَوَلَّى په عمل کولو سره ده (نَارًا تَلَظَّى) یو خاص منزل دی د منازلو د اورنه هغه خاص دی په الاشقی (کافر) پوری - او مؤمن گنهگار چه اللّه تعالٰی اوغواړی نود جهنم په بل منزل کښی به ئی داخل کړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل