إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى
یقیناً ځمونږ په ذمه باندی خامخا هدایت دی -
دا علت دی د ماقبل مضمون دپاره یعنی تیرشوی تفصیل د اللّه تعالٰی دطرف نه بیان د خیراوشردی اوپه دی کښی ترغیب دی قرآن ته ځکه چه دا بیان د اللّه تعالٰی په قرآن کښی دی (۱وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى) اخرت نه مراد الدارالاخرة یعنی جنت دی نومطلب دادی چه جنت ورکول او دنیا ورکول دواړه د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی نوطلب ددی د اللّه تعالٰی نه په کار دی یا مراد د آخرت نه ورځ دآخرت ده یعنی آخرت او دنیا دواړو تصرف او اختیار د اللّه تعالٰی سره دی نوهدایت هم د هغه په اختیار کښی دی -