اَلَّیْل ۸

وَأَمَّا مَنْ بَخِلَ وَاسْتَغْنَى

او هغه څوک چه شومتیا ئی اوکړه اوځان ئی بی پرواه کړو -

دلته ئی هم دری اسباب ذکرکړی دی چه مخکنو دریو سره مقابل دی اول (بَخِلَ) یعنی هیڅ حق نه ادا کوی که حق د اللّه تعالٰی وی اوکه د بندگانو وی - اوبخل په نفس سره بخل په بدن سره بخل په مال سره دی ټولو ته عام دی دوهم (وَاسْتَغْنَى) د اللّه تعالٰی او دانسانانو نه ئی ځان بی پرواه کړی وی اودا بی پرواهی سبب دی دپاره دارتکاب د محرماتو او متشبهاتو ددی وجی نه په مقابل دتقویٰ کښی ذکرشو دریم (كَذَّبَ بِالْحُسْنَى) د توحید او دطریقه شرعیه او د اعمالو دخیر نه انکارکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل