فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى
نو هغه څوک چه ورئی کړو حق او تقویٰ ئی اوکړو -
په دی کښی بیان دسعی دخیردی او دهغی دری اسباب ئی ذکرکړی دی اول (أَعْطَى) یعنی اعطاء دایمان او دطاعت او اخلاص او توبه اوشکراو احسان په مال ورکولو او بدن او نیت سره یعنی نفس اوبدن دده پوره مطیع دی دوهم (وَاتَّقَى) تقویٰ ، ترک د جمیع منهیاتو او مشتبهاتو ته شامل ده دشرک د ټولو اقسامو نه او دبدعاتو او د فسق و فجورنه ځان ساتل په کښی داخل دی دریم (وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى) دا لفظ شامل دی کلمه دتوحید او جنت او ثواب او اجر او ټول احکام او اخبار شرعیه ته ټول په کښی داخل دی -