اَلَّیْل ۳

وَمَا خَلَقَ الذَّكَرَ وَالْأُنْثَى

اوقسم دی په هغه ذات چه پیدا کړی دی نارینه او زنانه -

دا دریم قسم دی د اللّه تعالٰی په خپل ذات باندی په صفت دخلق سره او تخصیص دخلق د ذکراو انثیٰ ئی ددی وجی نه کړی دی چه ددوی په پیدا ئش او صفتونو کښی ډیرفرق دی نو هغی فرق ته اشاره ده او مراد د الذَّكَرَ وَالْأُنْثَى، نه ټول مذکر او مؤنث دی که د انسانانو نه دی او که د نورو حیواناتو نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل