بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَى
قسم دی په شپه باندی کله چه را اوغوړیږی -
او سورة ولَیل ورته هم وئیلی شی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په مخکښی سورة کښی تفرقه د عاقبت د فریقینو ذکرشوه نوپه دی سورة کښی دهغی علت ذکرکوی چه هغه تفرقه دعقیدی او د عملونو ده - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی تخویف دنیوی ذکرشو نوپه دی سورة کښی هغه اعمال ذکرکوی چه په هغی سره امن حاصلیږی د عذاب الٰهی نه -
تفرقه ده په عقیده او اعمالو کښی په (۴) کښی او ذکردیو نوم د اللّه تعالٰی دی چه رب دی اوپنځه فعلی صفتونه په کښی ذکرکوی -
اول دوه شاهدان ذکرکوی په دعویٰ دسورة باندی تر(۴) پوری بیا تفصیل د دغه فرق دی احوال د یوفریق تر (۷) پوری او احوال ددوهم فریق تر (۱۱) پوری بیا ترغیب دی په دوه آیاتونو (۱۳،۱۲) کښی بیا تخویف اخروی دی یوی ډلی ته په ذکر ددری صفتونو دهغوی تر (۱۶) پوری اوبشارت دی بلی ډلی ته په ذکردپنځه حالاتوسره تر (۲۱) پوری -
دا دوه قسمونه دی (إِذَا يَغْشَى) مراد ترینه پټول د څیزونو دی په تیری سره دپاره دسکون د هرڅیز خپل ځای ته اودپاره د راحت او خوب کولو او د تهجد کولو او د نورو ډیرو فوائدو دپاره (إِذَا تَجَلَّى) رنړا د ورځی سبب دی د تیرو د زوال دپاره اودپاره د حرکت کولوپه ځمکه کښی دطلب د رزق دپاره او د لیدلو د دلیلونو دقدرت او د توحید د اللّه تعالٰی دپاره - نومعلومه شوه چه دشپی او ورځ په اثارو او فائدو کښی ډیرفرق دی -