اَلشَّمْس ۱۴

فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْبِهِمْ فَسَوَّاهَا

نو دروغژن اوئیل هغه ته او ټکړی ئي کړه هغه اوښه نو تباهی راوستله په دوی باندی رب ددوی په سبب دگناه ددوی نوبرابرئی کړه هغه په ټولو باندی -

مخکښی تکذیب عام مراد وؤ او دلته تکذیب ددی قوم مراد دی چه نَاقَةَ اللَّهِ آه - (فَدَمْدَمَ) مفرد دی مراد ترینه جنس گناهونه دی طغیان، تکذیب او عقریا مراد ترینه گناه د تکذیب دی چه ټول په کښی شریک وؤ (وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا) په دی کښی اشاره ده غلبی او قدرت د اللّه تعالٰی ته چه د عذاب د تاوان نه نه ویریږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل