اَلشَّمْس ۱۱

كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَاهَا

ددروغو نسبت اوکړو ثمودیانو په سبب د سرکشئ خپلی -

په دی کښی تخویف دنیوی دی په مثال د ثمود سره متعلق دی قَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا، سره - (بِطَغْوَاهَا) طغیان ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه دوی سره دعلم نه کفر کړی وؤ (إِذِ انْبَعَثَ) دا دلیل د تکذیب دی او دائی لوی جرم دی چه کومه معجزه چه دوی طلب کړی وه د هغی توهین اوکړو - (أَشْقَاهَا) سورة قمر (۲۹) کښی ذکرشوی دی او هغه ته قدار بن سالف وئیلی کیدلو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل