قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا
یقیناً کامیاب دی هغه څوک چه پاک ئی کړو ځان خپل -
دا جواب قسم دی او دعویٰ دسورة ده چه فرق دی په عاقبت د دواړو قسمونود انسانانوکښی - (مَنْ زَكَّاهَا) یعنی بنده پاک کړو خپل نفس لره په عقیده او عملونو سره چه سورة بلد کښی ذکرشول، اوبنده برباد کړو خپل نفس لره په هغه عقیده او عمالوسره چه په سورة البلد کښی ذکرشول (دَسَّاهَا) مراد دلته گمراه کیدل بربادیدل دی اوپه گناهونو کښی ورداخلیدل دی او یوقول دادی چه خان په جماعت د صالحینو کښی داخل کړی دهغوی سره تشبیه کوی او حال داچه په عمل او عقیده کښی دهغوی نه مخالف وی -