وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا
او قسم دی په ورځ باندی هرکله چه ښکاره کړی نمرلره -
په دی کښی هم دوه قسمونه دی - څلورم قسم (وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا) ضمیر راجع دی شمس ته او نسبت د تجلیه د نمر نهارته په دی وجی سره دی چه په وخت د نهار کښی هغه ښکاره شوی دی اوپه دی کښی قید کښی اشاره ده چه دنهار فائدی هم ډیری دی لیکن زیاتی فائدی په هغه وخت کښی دی چه نمر ښکاره وی وریځ نه وی ددی وجی نه ددی وخت تخصیص ئی اوکړو - پنځم قسم (وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا) هرچه پټول د شپی وی رنړا دنمرلره نوپه تدریج سره دی یعنی نمرغائب شی نو سوروالی پاتی شی سوروالی چه غائب شی نوبیا سپین والی باقی وی بیا سپین والی غائب شی نوټوله توره تیاره شی -