بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا
قسم دی په نمر باندی اوپه رنړا د هغی په وخت د ساخت کښی -
ربط: ددی سورة دماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په مخکښی سورة کښی دوه قسمونه د انسانانو ذکرکړل نوپه دی سورة کښی دهغوی په مینځ کښی فرق د عاقبت ذکرکوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی زجر وؤ په طغیان کوؤنکو ددی امت باندی نوپه دی سورة کښی ذکردی د طاغیانو د مخکنو امتونونه چه ثمودیان دی -
تفرقه په مینځ دعاقبت ددواړو ډلو کښی ده سره دتخویف دنیوی نه یوی ډلی ته ، او اللّه تعالٰی خپل دوه نومونه ذکرکړی دی - اللّه ، رب او اوه صفات فعلیه دی دپاره د معرفت د اللّه تعالٰی -
اول څلور شواهد ذکرکوی دپاره ددعوی دسورة تر (۱۰) پوری بیا تخویف دنیوی په واقعه د ثمودیانو سره د هغوی طغیان او تکذیب او عقر ذکردی او د اللّه تعالٰی دطرف نه دمدمه او تسویه ذکرشوی ده -
دا دری قسمونه دی اول قسم (وَالشَّمْسِ) دی قرآن کریم او سنت کښی چه دشمس څومره صفات او منافع ذکرکړی دی یاپه عقل سلیم او حواسو سره چه ددی کومی فائدی ښکاره شوی دی په دی لفظ کښی هغه ټولو ته اشاره ده - دوهم قسم (وَضُحَاهَا) دی ضُحیٰ زیاتی رنړا ته وئیلی کیږی نو وخت دساخت کښی دنمر رنړا ډیره شی اوگرمی په کښی کمه وی نوفائده ئی زیاته وی په ضررباندی - دریم قسم (وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا) مراد ددی نه د اولی شپی میاشت ده چه هرکله نمر مغرب کښی غائب شی نو دغه وخت سپوږمئ ښکاره شی اوبیا په نمرپسی زر غائبه شی اوپه دغه وخت کښی ددی رنړا هم ډیره کمه وی یا مراد ددی نه د څوارلسمی شپی سپوږمئ ده چه هرکله نمر مغرب کښی غروب اوکړی نوپه دغه وخت سپوږمئ د مشرق نه را ښکاره شی لیکن بیائی هم رنړا دنمر نه کمه ده -