ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ
بیا وی دی د هغه چانه چه ایمان ئی راوړی دی او پخه خبره کوی یو بل ته د صبرکولو او پخه خبره کوی یوبل ته د رحم کولو -
په دی کښی دری خصلتونه نورذکرکوی - ایمان خو شرط او قید دی دپاره د عملونو، نو کله مخکښی ذکرشی او کله په مینځ کښی او کله روستو - لیکن هرکله چه په دی سورة کښی مقصود ذکرد احسان د مخلوق دی ددی وجی نه هغه ئی مخکښی ذکرکړو دایمان نه (وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) په مشقت او محنت کښی تکالیف وی چه په هغی باندی صبرکول ضروری دی ددی وجی نه ددی خصلت تخصیص ئی اوکړو او صبر نه مراد مضبوط پاتی کیدل دی په دین باندی اوپه اعمالو دخیرباندی سره دمصیبتونونه (وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ) هرکله چه مقصد په سورة کښی احسان کول دی د مخلوق سره او هغه پیدا کیږی د رحم او ترس کولوسره په کمزورو باندی ددی وجی نه دا خصلت ئی خاص ذکرکړو -