أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ
یا خوراک ورکول په ورځ دلوږی کښی -
په دی آیاتونو کښی دوهم او دریم خصلت ذکرکوی (مَسْغَبَةٍ) سغب لوږه او اشتهاء دطعام ته وئیلی کیږی او خوراک ورکول فضیلت او ثواب دی لیکن په وخت دلوږه کښی زیات ثواب دی - (يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ) یعنی داسی وخت چه انسان په هغی کښی اوږی وی یا داسی زمانه چه په هغی کښی قحط وی او داسی ورځ چه په هغی کښی په یو کورکښی مړی شوی وی نو هغه کوروالا طعام نشی تیارولی ځکه چه مشغول وی په غم باندی نو هغوی لره طعام ورکول هم ثواب دی او دیته اشاره ده په هغه حدیث کښی چه جعفررضی اللّه عنه شهید شو نو نبی ﷺ خپل کورته راغی نو اوئیل ئی اِصْنَعُوا لآلِ جَعْفَرَ طَعَامًا فَإِنَّهُ أَتَاهُمْ مَا یُشْغِلُهُمْ (الحدیث) (ذَا مَقْرَبَةٍ) ددی تخصیص ئی دزیات اجر او دډیر حق دوجی نه اوکړو ځکه چه په حدیث کښی راغلی دی چه صدقه په مسکین باندی یوه صدقه ده او په ذورحم (خپلوان) باندی دوه دی صدقه هم ده او صله رحمی هم ده (ترمذی) (ذَا مَتْرَبَةٍ) مراد ددی نه داسی مسکین دی چه کورئی نیشته بستره ئی نیشته اهل عیال ئی ډیر دی یعنی ډیر محتاج دی په نسبت د نورو مسکینانو اوفقراؤ سره -