اَلْبَلَد ۱۱

فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ

نو نه دی ختلی دی په کنډاؤ باندی -

په دی کښی ترغیب دی مشقت صحیحه کولو ته او رد دی په ماقبل علمونو او عقیدوباندی چه په هغی سره کامیابی نه حاصلیږی (الْعَقَبَةَ) لارپه غر کښی چه سخته وی اوپه هغی کښی اوچت والی هم وی او هغی ته کنډاؤ وئیلی کیږی - اودا په طریقه د تشبیه سره ده یعنی ایمان او اعمال صالحه او انفاق د مال په صحیح مصرفونو کښی (چه دا مشقت صحیحه دی) په شان د کنډاؤ د غردی چه په هغی باندی ورتیریدل گران وی لیکن انسان دهغی په ذریعی سره دیوملک نه بل ملک ته ور رسیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل