اَلْبَلَد ۸

أَلَمْ نَجْعَلْ لَهُ عَيْنَيْنِ

آیا نه دی جوړ کړی مونږده لره دوه سترگی -

په دی کښی تذکیردی په نعمتونو سره او هغه داسی نعمتونه دی چه په هغی سره په صحیح او باطل محنتونو کښی فرق هم کولی شی (هَدَيْنَاهُ) مراد دهدایت نه بیان دی په وحی سره یا خودنه ده په عقل ورکولو سره (النَّجْدَيْنِ) نجد په اصل کښی اوچت ځائی ته وئیلی شی او مراد ترینه لار دخیر اوشر او حق او باطل ده چه په عقل سلیم او وحی دواړو سره دهغی په مینځ کښی ښکاره فرق کیدی شی - حاصل دادی چه ددی نعمتونو په ذریعه د حق او باطل په مینځ کښی تمیز کیدلی شی نو ولی دا انسان (شقی) محنت سیئه کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل