يَقُولُ أَهْلَكْتُ مَالًا لُبَدًا
دی وائي خرچ کړی دی ما مالونه ډیر غونډ -
(يَقُولُ) دا قول دده په طریقه د تکبر او د فخر سره دی (أَهْلَكْتُ) مراد ددی نه هغه دی چه په دشمنئ او په مخالفت د سنت د نبی ﷺ کښی ئی ډیر مالونه خرچ کړی دی - اودا جمله هرهغه انفاق د مال ته شامل ده چه خلاف د سنت د نبی ﷺ نه خرچ کیږی - لکه په اشاعت د شرک او کفر اوبدعاتو کښی، اوپه رسمونو او رواجونو سره، اوپه فسق و فجور فحاشئ وغیره کښی -