اَلْبَلَد ۴

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي كَبَدٍ

یقیناً پیدا کړی دی مونږ انسان لره په محنت کولو کښی -

دا جواب قسم دی (كَبَدٍ) په اصل کښی شدت ته وئیلی شی او مراد ترینه سختی تیرول دی بدنی وی اوکه مالی وی، اختیاری سختی وی (یعنی عملونه دخیراوشر) یا خیراختیاری او مناسبت دقسمونو او دجواب قسم دادی چه ځمکه د مکی خصوصاً د ډیرو مشقتونو ځمکه ده تردی پوری چه غوره دټول مخلوق چه محمد ﷺ دی په هغه باندی هم په کښی ډیر تکلیفونه تیرشوی دی او دا رنگ ددی ساکنان چه آدم علیه السلام او دهغه نسل دی هروخت په مشقت او تکلیف کښی دی د چا مشقت صالح دی او د چا مشقت سیئ (بد) دی - نو دا دلیل او شاهد دی چه د انسان په ژوند کښی ضرور محنت او مشقت شته لیکن ده لره ضروری دی چه مشقت د خیراوکړی او دقدرت او د علم د اللّه تعالٰی نه ځان آزاد نه گنړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل