اَلْفَجْر ۲۷

يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ

ای نفس یقین کوؤنکیه -

دا ذکر دحال دمؤمنانو دی روستو دحال د اهل جهنم نه (يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ) دا وئیلی شی په وخت د ځنکدن کښی اوپه وخت د بعث بعدالموت کښی (الْمُطْمَئِنَّةُ) په دی کښی د مفسرینو ډیر اقوال دی لیکن مرجع دهغی یوه ده چه کامل ایمان لرونکی دهرقسم شرک نه ځان ساتونکی او تسلی حاصلوؤنکی په ذکرد اللّه تعالٰی اویقین کوؤنکی په احکامو د اللّه تعالٰی او راضی په قضاء د اللّه تعالٰی چه دا ټول صفتونه په کښی موجود وی (رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً) رضا په اعتبار د ډیرو نعمتونو سره ده او ترضیة په اعتبار د عملونو دده سره ده یعنی مقبول دی په نیز د اللّه تعالٰی په سبب د عملونو سره (فَادْخُلِي فِي عِبَادِي) په اوله توجیه باندی مطلب دادی چه په عالم برزخ کښی مستقر دمؤمنانو ارواحو ته به داخل کړی شی اوپه دوهمه توجیه باندی مطلب دا چه په بدنونو د بندگانو کښی به داخل کړی شی یا روستو دبعث بعدالموت نه په جماعت د بندگانو صالحینو کښی به داخل کړی شی (وَادْخُلِي جَنَّتِي) او شربینی د قفال نه نقل کړی دی چه دا جملی اگرچه د امرونو دی لیکن په معنیٰ د خبر سره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل