يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي
دی به وائي های ارمان دی چه عمل می مخکښی رالیږلی وی دپاره ددی ژوند خپل -
او دا ترقی ده د ماقبل نه یعنی نفع ورکول خولری خبره ده بلکه افسوس او حسرت به کوی (قَدَّمْتُ) مفعول پټ دی یعنی عملاً صالحاً (لِحَيَاتِي) حیاة نه مراد دنیوی ژوند دی نولام په معنیٰ د فِی سره دی یا مراد دحیاة نه ژوند د آخرت دی چه هغه حیاة حقیقیه دی اوپه معنیٰ د نجات سره دی نولام په خپله معنیٰ سره دی یا مضاف حذف دی یعنی لحصول حیاتی -