وَجَاءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا
او راشی رب ستا او ملائک صفونه صفونه -
(وَجَاءَ رَبُّكَ) مذهب د سلف صالحینو دادی چه مجئی په خپله حقیقی معنیٰ سره دی یعنی راتلل بغیر دتشبیه او تمثیل او تاویل نه - هرکله چه صفتونه د اللّه تعالٰی دمخلوق د صفتونو سره هیڅ مشابهت نه لری نودا اعتراضونه نشی کیدلی چه اللّه تعالٰی لره مجئی (راتلل) ثابت شی نو انتقال او مکان او جهت به ورله ثابت شی او هغه ددی نه پاک دی ځکه دا اعتراضونه خو هغه وخت کیدی شی چه مجئی د اللّه تعالٰی د مخلوق په شان شی او داسی نه ده (صَفًّا صَفًّا) دا تکرار هم کثرت دصفونو ته اشاره ده او هرآسمان ملائک به جدا جدا صفونه شی -