اَلْفَجْر ۱۹

وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَمًّا

او خورئ تاسو مال دمړی په غونډ (ټول) خوراک -

(أَكْلًا لَمًّا) یعنی حلال او حرام جمع کوی تمیز دحلال او حرام نه کوی یعنی په میراث کښی خپله حصه هم اخلی اود کمزورو ورثاء و (لکه لور، خوراوښځه) دهغی حصه هم ځان له آخلی او دارنگ د مړی د کورنه دری ماښامونه (شومی) د جمعی په شپه او چهلم اوکلیزه اوپه حیله د اسقاط سره مالونه خوړل هم په دی کښی داخل دی (څلورم) (حُبًّا جَمًّا) نفس محبت مال خو طبعاً په عامو انسانانوکښی شته لیکن غالب او کثیر محبت دحلال حرام فرق نه کوی اودین ته په کښی فرصت نه ورکوی هروخت د مال په ساتنه او جمع کولو کښی مشغول وی نوداسی محبت قبیح دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل