كَلَّا بَلْ لَا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ
هیچ چیری داسی نه ده بلکه نه کوئ تاسو عزت د یتیم -
دا څلور اسباب د توهین ذکرکوی - او دا اخلاق د دنیاپرست کافراومشرک او دغافل مسلمان دی - او فراء وئیلی دی چه كَلَّا دلته په معنیٰ د لم یکن ینبغی سره دی یعنی انسان لره دا اقوال مناسب نه دی چه اکرمن او اهانن، بلکه ده لره په کار دی شکرکول په وخت دغنا کښی اوصبرکول په وخت دفقیرئ کښی - د مخکښی اقوالو نه زیات ددوی دپاره ناکاره اعمال شته دی (اول) (لَا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ) اکرام د یتیم د هغه د حق نه مدافعت کول دهغه مال نه ځان ساتل د هغه پالنه کول دهغه په سرباندی د شفقت لاس راښکل دی (دوهم) (وَلَا تَحَاضُّونَ) دا عام دی یوبل ته تیزی ورکول او خپل اهل ته او ځان ته تیزی ورکول دی (عَلَى طَعَامِ) طعام په معنیٰ د اطعام سره دی (الْمِسْكِينِ) اوپه دی کښی اشاره ده چه خپل ځان دپاره د مال دصدقاتو کوشش کوی یا مالداروته د خوراک ورکولو کوشش کوی د ریا اوخودنی دپاره د مسکین خیال نه ساتی -