اَلْفَجْر ۱۵

فَأَمَّا الْإِنْسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ

نو هرچه انسان دی هرکله چه ازمیښت اوکړی په ده رب دده نو عزت ورکړی ده لره او نعمتونه ورکړی ده لره نو دی وائي رب ځما عزت راکړو مالره -

په دی ایت کښی زجردی دغه مکذبینو ته چه وسعت ددنیا کرامت گنړی او تنگسیا د رزق او غریبی اهانت گنړی او مراد ددی نه محبت ددنیا دی چه هغه سبب د مرض دی (فَأَكْرَمَهُ) مراد ددی نه کرامت دنیوی دی چه خلق ئی ددنیا دمال او جاه دوجی نه عزت کوی (أَكْرَمَنِ) (سوال) اللّه تعالٰی دی ته اکرام وئیلی دی نودی انسان ته په دی خبره (أَكْرَمَنِ) ولی زجرکوی؟ (جواب ۱) مراد دادی چه دا کلمه دده په طور دشکر د اللّه تعالٰی سره نه ده بلکه ځان ددی حق دار گنړی لکه قول د قارون سورة قصص (۷۸) کښی (أَهَانَنِ) یعنی غریبی اهانت گنړی او ددی وجی نه عاد، ثمود اوفرعونیانو په خپلو زمانو کښی غریبان مؤمنان سپک او ذلیل گنړل لکه چه د هغوی په قصصو کښی په مختلف سورتونو کښی تیرشوی دی - تنگسا د رزق اهانت نه دی ددی وجی د اکثرصالحینو بندگانو رزقونه تنگ وی اگرچه هغوی په نیز د اللّه تعالٰی عزتمند وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل