فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ
نو را اوغورځوله په هغوی باندی رب ستا دُره (کوړه) د عذاب -
دا تفریع دعذاب ده په اسبابو د هغی باندی (إِنَّ رَبَّكَ) په دی جمله کښی تاکید د عذاب ورکولو دی (لَبِالْمِرْصَادِ) مرصاد هغه مکان ته وئیلی کیږی چه په هغی کښی څوکئ کیدی شی دپاره د راگیرولو د دښمن هغی ته مورچه هم وئیلی کیږی - نودا کنایه ده چه اللّه تعالٰی عملونه د بندگان وینی او خبری ددوی آوری هغه نه هیڅ پټ نه دی -