اَلْفَجْر ۳

وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ

او په تکئ‌ (جفت) او ناتکئ (طاق) باندی -

(وَالشَّفْعِ) هغه عدد دی چه پوره تقسیم کیدی شی لکه دوه څلور (یعنی جوړی والا) او وَتر، هغه دی چه پوره نه تقسمیږی لکه یو، دری وغیره (یعنی بی جوړی) او ددی په مراد کښی د مفسرینو ډیر اقوال دی - اول داچه مکانونه د حج مراد دی یعنی بیت اللّه او جمرات او عرفه او منیٰ او مزدلفه ټول وتروتردی او صفا و مروه شفع ده - دوهم داچه اعمال دحج کښی دوه قسمونه دی طواف، سعی، رمی د جمراتو وتروتر دی او رکعتان د طواف شفع ده دریم داچه مونځونه مراد دی یعنی دوه څلور رکعتونه شفع دی - او دری او یو رکعت وتر دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل