بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَالْفَجْرِ
قسم دی په وخت دصبا باندی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی ذکرشو تخویف په عذاب اخروی سره نوپه دی سورة کښی د عذاب نه د بچ کیدلو طریقه ذکرکوی چه هغه تضرع کول دی اللّه تعالٰی ته په اوقات مبارکه کښی دوهمه وجه داده چه مخکښی عذاب اخروی ذکرشو نوپه دی سورة کښی د عذاب دنیوی نمونی ذکرکوی -
ترغیب د تضرع الی اللّه ته په اوقات مبارکه کښی سره د اجتناب د مرض او سبب مرض نه - مأخذ ددعوی په (۵) کښی دی اومرض ذکردی په (۱۲،۱۱) کښی او اسباب مرض په (۲۰،۱۹،۱۸،۱۷) کښی او د اللّه تعالٰی دآسماؤ نه ئی رب اته ځله ذکرکړی دی دپاره د اثبات دتوحید د ربوبیت -

[۲،۱] دا اول قسم دی او فَجر، خو معلوم دی چه صبا ته وئیلی کیږی لیکن په مراد ددی کښی ډیر اقوال دی (۱) فجر دهری ورځی (۲) فجردیوم النحر (۳) فجر دیوم عرفه (۳) صلوٰة د فجر (وَلَيَالٍ عَشْرٍ) دا دوهم قسم دی او مراد دفجرنه دیوم النحرنه وړاندی لس شپی اوورځی د ذوالحجه د میاشتی دی یا مراد ددی نه لس آخری ورځی د رمضان دی -