اَلْغَاشِیَه ۲۵

إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ

یقیناً ځمونږ طرف ته راگرځیدل ددوی دی -

دا تسلی ده نبی ﷺ ته متعلق دی په فَذَكِّرْ پوری اوپه دی دواړو جملو کښی ئی ظرف (الینا، علینا) مقدم کړی دی دپاره د مبالغی او دتاکید، اودپاره د حصر هم دی ځکه چه رجوع په آخرت اوحساب کښی خاص ده په اللّه تعالٰی پوری اوحساب موقوف دی په علم محیط اوقدرت کامله باندی او دا خاص دی په اللّه تعالٰی پوری - سیوطی په درمنثورکښی د قتادة نه روایت کړی دی چه هغه به ددی په آخر کښی وئیل - الی اللّهِ و علی اللّه الحساب -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل