فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ
نوبیان کړه (قرآن) یقیناً ته بیان کوؤنکی ئی -
دا ترغیب او تشجیع ده په دعوت کولو باندی او فاء ئی ذکر کړی ده یعنی روستول دذکرکولو د نعمتونو او دلیلونو د توحید نه ددی تذکیرپه کار دی غفلت کوؤنکوته (إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ) دا علت د ذکردی اومراد ددی دادی چه ستا په ذمه باندی صرف تذکیر کول دی اوکه دا خلق نظر نه کوی په دلیلونو کښی او ایمان نه رواړی نوپه تاباندی هیڅ وبال نیشته (بِمُصَيْطِرٍ ) هغه چا ته وئیل شی چه مقرر وی په څه څیز باندی د امیر دطرف نه دهغه څیز د ساتنی کولو او انتظام کولو او دهغی د احوال د لیکلو دپاره اوهیڅ تجاوز په کښی نه کوی لکه خط چه دستر نه تجاوزنه کوی اوکله چه په خپله ذمه وارئ کښی نقصان اوکړی نوپه ده باندی تاوان وی - یعنی نبی ﷺ ددی مخلوق په ایمان راوړلو او تذکیرقبلولو باندی ذمه وار نه دی او نه زورآور دی -