أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ
ېآیا دوی نه گوری اوښانوته چه څنگه پيدا کړی شوی دی -
په دی کښی اوپه روستو آیت کښی دلیلونه د قدرت د اللّه تعالٰی دی په جزا او سزا ورکولو باندی - اودا رنگ په دی کښی جواب د وهم دی چه دفیها سررمرفوعة سره تعلق لری، وهم دادی چه هغه پالنگونه دجنت اوچت دی نوجنتیان به ورته څه رنگی ورخیژی؟ نو جواب ئی اوکړو چه اوښانو ته اوگورئ چه څومره اوچت دی لیکن په وخت د سوریدلو کښی خکته شی - او دارنگ روستو فذکرسره تعلق لری یعنی هرکله چه ته مذکِّر او داعی ئی نوپه تا کښی څلور اخلاق په کاردی انقیاد د لویووړو سره په نرمئ سره په شان داوښ (كَيْفَ خُلِقَتْ) یعنی په حیواناتو کښی دا عجیبه پیدائش او عجیبه صفتونو والا حیوان دی ځکه چه حیوانات څلور قسمونه دی پيووالا، سورلئ والا، خوراک والا (چه غوښه ئی خوړلی کیږی) او باراوړونکی اوپه اوښ کښی دا څلورواړه صفتونه شته دی - او هاتی اگرچه ډیر عجیبه دی لیکن دا فائدی په کښی نیشته اوپه عربو کښی نزدی موجود هم نه وؤ -