لَيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِنْ ضَرِيعٍ
نه به وی ددوی خوراک مگر دازغی دار بوټی نه -
روستو دذکردمشروب نه ذکرد طعام دی اوهریو مستقل عذاب دی (ضَرِيعٍ) ازغی دار بوټی دی چه په ځمکه پوری پیوست وی چه لوند وی نو شبرق ورته وئیلی کیږی اوچه اوچ شی نو ضریع دی او هغی ته هیڅ څاروی نزدی نه ورځی دډیرتریخ والی او بدبویئی د وجی نه او زهرقاتل دی - سوال: سورة الحاقه (۳۶) کښی حصر دطعام په غسلین کښی شوی دی اودلته په ضریع کښی اودواړه جدا جدا څیزونه دی؟ جواب: داحصرونه په اعتبار د مختلف اقسامو د جهنمیانو دی یا په اعتبار دمختلف اوقاتوسره دی - (لَا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِنْ جُوعٍ) دطعام دوه فائدی دی لویه فائده داده چه بدن له ترقی ورکړی او ادنیٰ فائده داده چه لوگه بنده کړی او طعام د جهنم کښی دا دواړه فائدی نیشته -