إِنَّ هَذَا لَفِي الصُّحُفِ الْأُولَى
یقیناً دا په کتابونو مخکنو کښی شته دی -
دا دلیل نقلی دی د مخکښی کتابونونه - هَذَا اشاره ده مضمون دټول سورة ته په قول د ضحاک سره (صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى) داسی په سورة نجم (۳۷،۳۶) کښی هم ذکر دی او ددی تخصیص ددی وجی نه دی چه اهل مکه خو د ابراهیم علیه السلام د ملت دعویٰ کوله او د موسیٰ علیه السلام امت په دغه وخت کښی نزدی موجود وؤ -