اَلْاَعْلٰٰی ۱۶

بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا

او یاد ئی کړو نوم د رب خپل نو مونځ ئی اوکړو -

دا دریمه دعویٰ د سورة ده زجردی په حب ددنیا سره - (بَلْ) په دی کښی ترقی ده یعنی تاسو تزکیه نه کوئ بلکه ژوند دنیوی غوره کوئ هغه مخکښی کوئ په آخرت باندی د هغی دپاره محنت کوئ اوآخرت له محنت نه کوئ - وجه د غوره والی داده چه آخرت مشتمل دی په سعادت بدنیه او روحانیه باندی او دنیا داسی نه ده او دارنگ مزی ددنیا گډی دی د مصیبتونوسره او د آخرت مزی خالصی دی - او دآخرت نعمتونه همیشه دی او ددنیا متاع فانی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل