قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى
یقیناً کامیاب دی هغه څوک چه ځان ئی پاک کړو -
دا بشارت دی اولی ډلی ته په فلاح سره په ذکرددری صفاتو سره (تَزَكَّى) تزکیه دعقیدی په توحید سره او په اجتناب سره دهرقسم شرک نه او تزکیه د اعمالو په اتباع د سنت سره او دریا او سمعت نه او تزکیه د بدن په اودس کولو سره او تزکیه د مال په ادا د زکوٰة او د صدقه فطر او صدقه نفلیه سره دا لفظ د ټولو معانیو ته شامل دی (وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ) یعنی ذکرپه ژبه سره د نوم د اللّه تعالٰی کوی په تسبیح او توحید سره دپاره د عمل کولو په سبّح باندی اوپه تکبیرسره په اول د مونځ شروع کولو کښی چه هغی ته تکبیر افتتاح وئیلی شی اوپه تکبیرات د عیدین سره په لار کښی او مصلیٰ کښی دا هم ټولو ته شامل دی (فَصَلَّى) صلوٰة په معنیٰ د مونځ دی اوپنځه مونځونه او صلوٰة عیدین او ټولو نوافل مونځونو ته عام دی -