اَلْاَعْلٰٰی ۱۲

الَّذِي يَصْلَى النَّارَ الْكُبْرَى

هغه چه داخلیږی به اور لوی ته -

په دی کښی تخویف اخروی دی د دوهمی ډلی دپاره (الْكُبْرَى) په مقابل د صغریٰ کښی دی حسن بصری نه روایت دی چه صغریٰ اور ددنیا دی او کبریٰ اور دجهنم دی او فراء‌ وئیلی دی چه نار صغریٰ دپاره د مؤمنانو گنهگارانو دی چه دهغی نه به بیا را اوځی همیشه نه دی او کبریٰ دپاره دکافرانو دی چه همیشه دی په قرینه د الاشقیٰ سره (لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَى) یعنی مرگ خو بالکل نیشته په قرینه دسورة فاطر (۳۶) سره او سورة ابراهیم (۱۷) کښی هم دی او ژوند شته لیکن هغه ژوند څه نفع نشی ورکولی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل