سَيَذَّكَّرُ مَنْ يَخْشَى
خامخا نصیحت به قبول کړی هغه څوک چه ویره کوی -
روستو د تذکیر نه ذکر د دوؤ ډلو دی اوله ډله هغه ده چه هغوی ته ذکریٰ نفع ورکوی په دی قول کښی (سَيَذَّكَّرُ مَنْ يَخْشَى) یعنی وعظ او ذکر قبلول موقوف دی په خشیت باندی خشیت د اللّه تعالٰی نه یا خشیت د ورځ دحساب نه - او دوهمه ډله هغه ده چه هغوی ته ذکریٰ نفع نه ورکوی هغه داده (وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى) اوپه دی کښی اشاره ده چه نفع نه ورکول دقران نقصان نه دی بلکه دهغی سبب تجنب (ډډه کول دقرآن نه) ددوی دی (الْأَشْقَى) کافر عنادی دی او شقی فاسق دی یادا اسم تفضیل په معنی د شقیّ سره دی -