وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَى
او آسانوؤ تاته لار د آسانئ -
دوهم بشارت دی، متفرع دی په سبح باندی (وَنُيَسِّرُكَ) تیسیر په معنیٰ د توفیق ورکولو او د اسبابو دخیر او ددعوت الی القرآن پیدا کولو دی (لِلْيُسْرَى) مراد ددی نه اعمال د خیردی چه د جنت دپاره ذریعه ده اوپه هغی کښی دعوت د توحید او دعوت الی القرآن داخل دی اشاره ده چه په محنت سره (چه په اخلاص سره وی) کار اسانیږی -