وَالَّذِي أَخْرَجَ الْمَرْعَى
او هغه ذات دی چه راویستلی دی بوټی د سریدلو -
دا دلیلونه افاقی د تربیت دی روستو دایجاد نه (الْمَرْعَ) هرقسم بوټی واښه چه دانسانانو اود څاروؤ د خوراک دپاره دی (فَجَعَلَهُ غُثَاءً) غثاء هغه واښه بوټی خشاک چه سیلاب ئی په غاړه دکندی باندی اوغورځوی او اوچو ذری ذری بی فائدی بوټوته هم وئیلی شی اگرچه دسیلاب په غاړه نه وی -