إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ
چه یقیناً خامخا دا خبره پخه ده -
دا جواب قسم دی (إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ) ضمیر راجع دی قرآن ته اوفصل نه مراد تفصیل د حرام او حلال او حق او باطل دی یاضمیر راجع دی خبرد دوباره ژوند ته په دی قول کښی چه إِنَّهُ عَلَى رَجْعِهِ لَقَادِرٌ یعنی دا خبره ددوباره ژوندی کولو حق او یقینی ده (بِالْهَزْلِ) هزل باطل او لعب اوهرهغه څیزته وئیلی کیږی چه دهغی حقیقت نه وی نو دا مقابل دفصل دی چه په معنیٰ د حق اود کلام مفید دی -