وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الرَّجْعِ
او قسم دی په آسمان راگرځیدونکی -
داهم ذکردشواهدو دی په طریقه دقسم سره دپاره داثبات د معاد اواثبات دصدق د قرآن دی (ذَاتِ الرَّجْعِ) رجع حرکت د آسمان یا حرکت د شمس وقمراوستورو په آسمان کښی اوباران او تلل راتلل دملائکو او نفع ورکول دی دی ټولو معانیو ته عام شامل دی (الصَّدْعِ) صَدع چودل د ځمکی دی چه دهغی نه بوټی او معدنیات او چینی او اوبه را اوځی -